نن سهار ۸:۵۰ دقیقې، د کندز ښار په کابل بانک کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
نن سهار ۸:۵۰ دقیقې، د کندز ښار په کابل بانک کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شول. ځايي عیني شاهدانو جمهور خبري اژانس ته ویلي چې د وژل شویو کسانو څخه ۴۷ یې د عمر قول اردو د قرارګاه طالبان وو، او ۲۵ یې سخت ټپیان شوي وو او د کندز مرکزي روغتون ته وړل شوي وو. ځینې سرچینې وايي چې ملکي وګړي په وژل شویو کې نه دي ځکه چې د کندوز مرکزي څانګه، کابل بانک، نن ورځ طالبانو ته د معاشونو ورکولو لپاره ځانګړې کړې وه. د کندوز ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار د کندوز ښار په مرکز کې د کابل بانک په څانګه کې د چاودنې خبر تایید کړ او رسنیو ته یې وویل چې په بانک کې موجود یو شمیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې د معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ چاودنه په بانک کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوه. تر اوسه پورې، د دې چاودیدونکي برید د عاملینو هویت نه دی معلوم. جمهورخبري آژانس