د سرطان د انکولوژي روغتون د مسوول په وینا، تمه ده، چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې د سرطان د تشخیص او درملنې امکانات په کور دننه برابر شي.
د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس، محمد طاهر حلیم وايي: له روغتیايي پلوه باید دوی یوازې پرېنښودل شي او د بل هر چا په نسبت، صحي او بشري مرستې افغانستان ته ورکړ شي. د سرطان غوندې مرګونې ناروغي پرې کنټرول شي.
د سرطان د انکولوژي روغتون مسوول، خالد احمد خالد هم وايي: زما په اند، موږ چې کوم سنجش کړی دی په راتلونکو درېیو کلونو کې به ان شاالله زموږ او ستاسې هیڅ هېوادوال دې ته اړتیا و نه لري چې هېواده بهر ولاړ شي او هلته درملنه وکړي.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې هم تر ۲۰۲۷ کال پورې د هېواد د سرطان له روغتونونو او کلینیکونو د دغه سازمان د ملاتړ خبره وکړه.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی، دلارا مانویل وايي: «له روان کاله د ۲۰۲۷ د سپتمبر تر میاشتې به د اروپايي ټولنې او نورو ملاتړو بنسټونو په مالي مرستو، د روغتیا نړیوال سازمان د کابل د سرطان روغتون او د مزار او هرات د ځایي کلینیکونو ملاتړ وکړي، څو په روغتیايي خدمتونو کې ښه والی راشي.»