دا په زړه پورې ده ۰
د لوګر ولایتي چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز بازارونه جوړېږي.
لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړېږي
د لوګر ولایتي چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز بازارونه جوړېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ریيس مطیع‌الله ذاهد پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د مرکز پل‌علم په ګډون په بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګرېز مارکېټونه جوړېږي.

نوموړي وویل، دا بازارونو د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا لپاره په اساسي توګه جوړېږي چې عملي چارې به یې ډېر ژره پيل شي.

د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي وايي، د یادو بازارونو د جوړېدو لپاره د لسو ادارو څخه یوه کمېټه جوړه شوې او پر پلان یې کار روان دی چې تر جوړېدو وروسته به یې عملي چارې پيل شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcjxyevyuqeovz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته