دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړېکو رییس حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت په هڅو په تېرو درې میاشتو کې، د دغه هېواد په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو ۱۷ تنه افغانان خوشې شول.
د یو شمېر افریقایي هېوادونو له زندانونو ۱۷ تنه افغانان خوشې شول
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړېکو رییس حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت په هڅو په تېرو درې میاشتو کې، د دغه هېواد په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو ۱۷ تنه افغانان خوشې شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، دغه افغانان چې په مصر سربېره په مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا کې د بېلابېلو دلایلو له امله بندیان وو، له بند څخه آزاد او هېواد ته راولېږدول شول.

په ورته مهال د کډوالو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو یې ۲۰ نور افغانان هم را خوشې کړي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdzz0f5yt0jx6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته