۰

په امنیت شورا کې د افغانستان د پریکړه لیکونو چمتو کول جنجالي شول

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۴
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه ‌لیکونو د مسودې د چمتو کولو د مسوولیت اخیستو پر سر د چین او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
په امنیت شورا کې د افغانستان د پریکړه لیکونو چمتو کول جنجالي شول
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه ‌لیکونو د مسودې د چمتو کولو د مسوولیت اخیستو پر سر د چین او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو امریکایي بنسټ چې د امنیت، سیاست او ډیموکراسۍ په برخو کې فعالیت لري، وایي هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو د پریکړه‌ لیک مسوده برابروي، دا امتیاز او آزادي به ولري چې د ځانګړو قضیو په تړاو د شورا د غړو دریځ او د چلند څرنګوالی وټاکي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي: «د دې پر سر چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه ‌لیکونونو مسوده باید څوک ولیکي، یو ناڅرګند اختلاف په نړیوال سازمان کې د امریکا او چین ترمنځ پر یوې لویې لانجې د اوښتل کېدو په حال کې دی.

دا بحث د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې پیل شوی، خو په وروستیو اوونیو کې د ټرمپ له لوري د امریکا د حکومت د چارو د واګو تر خپلولو وروسته ډېر شوی دی.»

راپور زیاتوي چې پاکستان او سویلي کوریا چې د امنیت شورا دایمي غړي نه‌دي، هم غوښتنه کړې وه چې دغه مسوولیت پرغاړه واخلي.

خو په دې منځ کې د چین نوماندي د امریکا له مخالفت سره مخ شوی، چې د یوناما د ماموریت د غځېدو متن یې هم له خنډ سره مخ کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي