دا په زړه پورې ده ۰
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کبانو تولیدي فارمونه په هرو ۳ میاشتو کې شاوخوا ۴.۵ ټنه د کبانو غوښه تولید او بازار ته وړاندې کوي.
فراه؛ د کبانو تولیدي فارمونه ۴.۵ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کبانو تولیدي فارمونه په هرو ۳ میاشتو کې شاوخوا ۴.۵ ټنه د کبانو غوښه تولید او بازار ته وړاندې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دا فارمونه د خصوصي سکټور له لارې د ازمایښتي پروژو په توګه جوړ شوي او د کبانو د تولید ظرفیت یې د فراه د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.

د یاد ریاست مسوولین وایي. هڅې روانې دي، ترڅو د فارمونو د ډېرېدو له لارې فراه ولایت د کبانو د غوښې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.

په یاد ولایت کې د کبانو ځینې فارم لرونکي وايي، که د کبانو د روزونکو ملاتړ وشي، نو دا صنعت به نوره هم پراختیا ومومي.

د یادونې وړ ده، چې فراه ته، د محلي کبانو تر څنګ، له هلمند څخه هم د کبانو غوښه راوړل کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcfjxdytw6dc0a.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته