دا په زړه پورې ده ۰
د خوست ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په ۳ ولسوالۍ کې د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د ۶ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
خوست کې د ۶ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي
د خوست ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په ۳ ولسوالۍ کې د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د ۶ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې په یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د طبيعي سرچينو امريت په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خواړو (یو این ایف اې او) دفترپه مالي ملاتړ د یاد و لایت د صبريو، باک او ځاځي ميدان ولسواليو کې د ۱۲۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د شپږو چکډېمونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، د دغو چکډېمونو د جوړولو موخه د اوبو مدیریت، د خاورې د ویجاړېدو مخنیوی او د ځمکنیو اوبو د کچې لوړول دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdca0wn6049nau1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته