هغه وايي چې هيله لا هم ژوندۍ ده. د افغان ښځو غږونه د تل لپاره نشي غلي کېدای. هغه نجونې چې نن په تیاره کې دي یوه ورځ به بیا راپورته شي.
هغه میندې چې نن شپه ژاړي سبا به له خپلو اوښکو څخه داسې ژړا وکړي چې هیڅ ځواک یې نشي خاموشولی. تاریخ شاهد دی چې ظلم دوام نه لري، حقیقت بالاخره خپله لاره پیدا کوي.
نبیل وايي چې د مارچ اتمه نه پای دی او نه هم ماتې. دا ورځ د افغان ښځو د مقاومت یادونه کوي. یوه یادونه چې برخلیک د تل لپاره په زنځیرونو کې نشي ساتل کیدی.
هغه کسان چې غواړي نن ښځې تیارو ته بوځي، سبا به هغه رڼا ته سر ټیټ کړي چې له دې تیارو څخه به راوځي.