دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان په تړاو په خپل راپور کې په سیاسي او امنیتي چارو کې پرمختګونه، سیمه ییزې همکارۍ، بشري حقونه او اقتصادي مسایل ارزولي دي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې امنیتي پېښې راکمې شوې دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان په تړاو په خپل راپور کې په سیاسي او امنیتي چارو کې پرمختګونه، سیمه ییزې همکارۍ، بشري حقونه او اقتصادي مسایل ارزولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوترېش په خپل تازه درې میاشتني راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال له نومبره د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ پورې مودې ته پکې کتنه شوې، ویلي چې په دې موده کې د امنیت ضد پېښو کچه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۶.۸ سلنه کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې پر امنیتي مسایلو سربېره، پر حکومتولۍ، سیاسي پرمختګونو، سیمه‌ ییزو همکاریو، بشري حقونو، اقتصادي مسایلو او د کډوالو وضعیت هم تمرکز کړی دی.

د راپور لمخې، په تېرو درېیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۵۰ زره  افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي.

جمهورخبري آژانس


 
https://jomhornews.com/vdcfxxdyjw6dcea.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته