دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د بې پولې ډاکټرانو له لوري په افغانستان کې د شري ناروغۍ په اړه ورکړل شوی راپور رد او خپاره شوي ارقام یې تخمیني وبلل.
روغتیا وزارت د بې پولې ډاکټرانو وروستی راپور رد کړ
د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د بې پولې ډاکټرانو له لوري په افغانستان کې د شري ناروغۍ په اړه ورکړل شوی راپور رد او خپاره شوي ارقام یې تخمیني وبلل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې شري ناروغۍ پېښي څو برابره زیاتې شوې او هره ورځ یو ماشوم د همدې ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د معلوماتو په اساس چمتو شوی راپور د حقیقي ارقامو په اساس نه بلکې له تخمیني ارقامو په کې استفاده شوې.

عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، تېرو څو کلونو کې یې د شري ناروغۍ پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته شوي او په ټول هېواد کې یې د واکسیناسیون کمپاینونه ترسره کړي، چې د روان ۲۰۲۵ کال په جریان کې به هم ۱۶ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdjz0fsyt0jj6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته