دا په زړه پورې ده ۰
د بدخشان ولایتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په اسکازر کلي کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بدخشان کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ شو
د بدخشان ولایتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په اسکازر کلي کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسوولین وايي، دغه کانال ۵.۲ کیلومتره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۳ متره ژوروالی لري، چې ۱۳ زره جریبه ځمکه خړوبوي او سلګونه کورونه د سېلابونو له خطر څخه خوندي کوي.

د دې کانال جوړولو چارې د یو نیمې میاشتې په موده کې بشپړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcgzq9qqak97z4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته