دا په زړه پورې ده ۰
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي،چېد دغه ولایت په سره رود، درې نور، خوږیاڼو او کوټ ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي دي.
ننګرهار؛ په ۴ ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي،چېد دغه ولایت په سره رود، درې نور، خوږیاڼو او کوټ ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسوولینو په خبره داسې اټکل کیږي، چې ۴۸۰ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ځمکني توتان د کوکنار ښه بدیل دی او په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکیله د پراختیا په حال کې ده.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال په دې ولایت کې پر ۲۳۵ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي وو، چې ۳۱۷٫۵ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوی وو.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdnf0fjyt0jf6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته