دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په پکتیا ولایت کې د مخدره توکو یوه فابریکه کشف او سوځولې ده.
پکتیا کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په پکتیا ولایت کې د مخدره توکو یوه فابریکه کشف او سوځولې ده.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې  (د وري ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د پکتیا ولایت د پولیسو د قوماندانۍ لپاره د دې ډلې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې جنګیالیو د دې ولایت د احمد آباد ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د مخدره توکو یوه فابریکه کشف او وسوځوله او په دې تړاو یې درې کسان ونیول.

طالبانو ویلي چې له فابریکې څخه ۵.۳ کیلوګرامه خام چرس، ۶۱۹ کیلوګرامه د چرسو تخمونه، د مخدره توکو جوړولو وسایل او یو پیک اپ لارۍ نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcb88b85rhbwfp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته