په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان وکړ چې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه د مرستندویه هیوادونو په ګډون په استانبول کې ترسره شوه.
په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان وکړ چې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه د مرستندویه هیوادونو په ګډون په استانبول کې ترسره شوه. د جمهور اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو نن پنجشنبې (د وري ۲۱ مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) غونډه پرون په استانبول کې وشوه او نن به هم دوام وکړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پروګرامونو په اړه بحث وشي، کوم چې د هیوادونو د نوښتونو او پروژو ترمنځ د همغږۍ د ډاډمنولو له پلوه هم مهم دی. د یادونې وړ ده چې یوناما مخکې د دې غونډې له ګډونوالو غوښتي وو چې د افغانانو لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي. جمهورخبري آژانس