په پېښور کې د طالبانو قونسل له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو نوې جوپې په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر کتلي دي.
په پېښور کې د طالبانو قونسل له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو نوې جوپې په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر کتلي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، په دې کتنه کې د کډوالو پر ایستلو او د دوی پر ستونزو خبرې شوې دي. حافظ محب الله له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ خورا نامناسبه او دردونکې بللې.
نوموړي له پولې هغې غاړې ته د کډوالو د ستونزو او د دوی د پانګو ضایع کېدو په هکله مولوي عبدالکبیر ته مالومات ورکړي او په خبره یې کډوال د ایستلو په لړ کې تر پولې پورې ستونزې ګالي.
مولوي کبیر له افغان کډوالو سره ناسم چلند له ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې یاد کړی دی.