د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو لپاره د افغان نولس کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو لپاره د افغان نولس کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه نوملړ کې د درېیو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۱۴ کسان غوره شوي دي. افغان لوبډله دغو سیالیو کې د عمان، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او نیپال د نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې لوبیږي. نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه د نیپال په کوربتوب پيلیږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د عمان پر وړاندې کوي. له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې تر دې وړاندې نیپال ته د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې د ۲- ۱ په توپیر سره ماتې ورکړې ده. جمهورخبري آژانس