دا په زړه پورې ده ۰
د المان نوی حکومت پلان لري چې افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې قانوني اسناد نه لري.
د المان نوی حکومت بې اسناده افغانان له خپلې خاورې وباسي
د المان نوی حکومت پلان لري چې افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې قانوني اسناد نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الماني چارواکو ویلي، چې افغانستان او سوریې ته به د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ چټکه شي.

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دوه لکه څلویښت زره داسې کډوال شته چې اسناد نه لري.

د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د پارلماني ډلې مشر تورستن فرای ویلي، غیرقانوني کډوال باید په هر ډول چې کیږي باید له المان ووځي او غوره به دا وي چې لومړی په خپله خوښه ولاړ شي.

په دغو غیرقانوني کډوالو کې لویه برخه د افغانستان دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdchkznzm23n6xd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته