د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي که چیرې د روانې اپریل میاشتې تر پایه هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې خپلو کیسونو ته انتظار دي له دغه هیواد لاړ نشي خو اسلام آباد به هغوی په اجباري ډول له خپلې خاورې وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې که زرګونه هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د کډوالۍ غوښتنې ثبت کړي، د اپرېل میاشتې تر پایه د کوربه هېوادونو له لوري ونه لېږدول شي، ښايي له پاکستانه واېستل شي.