دا په زړه پورې ده ۰
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال د دغه ولایت په پل علم او محمداغې ولسوالیو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۳ نوې تولیدي کارخونې جوړې او فعالې شوې دي.
لوګر؛ په یوه کال کې ۱۳ نوې تولیدي کارخونې جوړې شوې
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال د دغه ولایت په پل علم او محمداغې ولسوالیو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۳ نوې تولیدي کارخونې جوړې او فعالې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره، له دې جملې ۱۲ کارخونې په پل علم او یوه یې په محمداغې ولسوالۍ کې جوړې شوې، چې نږدې ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

مسوولین وایي دغه تولیدي فابریکې د کیک او کلچو، پاپړ، پلاستیکي سبدونو، بوټ او چپلکو، مزایک، کاشي، پیپ، نوشابې، آیسکریم، مالګې او وینځلو توکو د تولید لپاره جوړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcewz8zwjh8vni.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته