دا په زړه پورې ده ۰
د سالنګونو د ساتنې ادارې مسوولین وايي، چې په سویلي سالنګ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سالنګ کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د سالنګونو د ساتنې ادارې مسوولین وايي، چې په سویلي سالنګ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دا پېښه پرون ناوخته شوې ده.

د دوی په خبره، په سویلي سالنګ کې یو «کوماز» موټر له سړکه اوښتی او له څلورو نورو مسافر وړونکو موټرو سره جنګېدلی دی.

د یادونې ده چې سالنګ لویه لار په هېواد کې یوه له ګڼې ګوڼې ډکه لار ګڼل کېږي.

هر کال پر دې او ځينو نورو لویو لارو ګڼې ترافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcf0ydymw6dcta.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته