دا په زړه پورې ده ۰
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې تر اوسه په اوکراین کې د اټومي وسلو د کارونې اړتیا نه ده رامنځته شوې او هیله لري چې له دې وروسته هم داسې اړتیا پېښه نه شي.
پوتین: هیله لرم چې اوکراین کې د اټومي وسلو کارولو اړتیا پېښه نشي
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې تر اوسه په اوکراین کې د اټومي وسلو د کارونې اړتیا نه ده رامنځته شوې او هیله لري چې له دې وروسته هم داسې اړتیا پېښه نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین پرون د دولتي ټلویزیون د یوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې روسیه اړین امکانات او وړتیا لري چې د اوکراین جګړه په «منطقي توګه» پای ته ورسوي.

د یادونې ده چې روسیې او اوکراین د تېرو څه باندې درېیو کالو په اوږدو کې سختې نښتې کړې دي. د اوکرایین پر وړاندې د روسیې له خوا د اټومي وسلو کارونه بیا د لویدیځو هېوادونو لویه اندېښنه ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdccmsqss2bq4o8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته