د افغانستان د ژغورنې ملي شورا وايي چې د دوحې راتلونکې غونډې ته د داسې رژیم استازو ته بلنه ورکول چې ملي او نړیوال مشروعیت نلري، حتی د "حقیقي ادارې" په نوم او د افغان خلکو اصلي استازو له پامه غورځول، د ملګرو ملتونو د منشور له روح څخه ښکاره سرغړونه ده، د بشري حقونو بې احترامي ده، د افغان ښځو سپکاوی دی، او په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت ملاتړ ګڼل کیږي.










