د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې پاکستان ۱۲۸۰۰۰ افغان کډوال شړلي دي، چې ډیری یې په زور ایستل شوي دي.
د اجمهور اژانس د راپور له مخې، د کډوالۍ نړیوال سازمان چارواکو تېره شپه (د غوايي ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې د روان کال د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د می تر ۱۲مې پورې له ۱۲۸۰۰۰ څخه ډیر افغانان له پاکستان څخه راستانه شوي، چې ډیری یې په زوره ایستل شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې دوی له ۶۸۰۰۰ څخه زیاتو راستنیدونکو ته، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته سرپناه، خواړه، روغتیایی پاملرنه او ملاتړ چمتو کړی دی. د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې اړتیاوې لاهم لوړې دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پناه ورکولو په اړه د طالبانو د غلطو پالیسیو له امله پر افغان کډوالو فشار زیات کړی دی.
جمهورخبري آژانس