د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې خبرو کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا، او د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړوالي پر موضوعاتو بحث شوی. متقي قزاقستان د سیمې مهم هېواد بللی او پر ګډو همکاریو یې ټینګار کړی دی.
ورتهمهال نورتلیف ژمنه کړې، چې ډېر ژر به کابل ته رسمي سفر وکړي او د تورغنډۍ–هرات رېلپټلۍ جوړولو لپاره به ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دواړو لورو ژمنه کړې، چې اړیکې زیاتې کړي او د دواړو هېوادونو ټیمونه به په کابل او استانه کې کار ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس