۰

د واخان سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پيل شوې

جمعه ۲۶ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۵
د طالبانو کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دویم فاز چارې پیل شوې.
د واخان سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پيل شوې
د طالبانو کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دویم فاز چارې پیل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت وايي، دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې چارې یې د یوه قراردادي شرکت لخوا ترسره کیږي. خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغه سړک د لومړي فاز خامه چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسېدلي او ساختماني چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

وزارت زیاته کړې، چې د واخان سړک ډیزاین چارې د افغان انجینرانو په هڅو ترسره او تخنیکي چارې یې هم دوی پر مخ وړي.

د واخان سړک دویم فاز ۷۱ کیلومتره اوږدوالي په لرلو سره د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي