۰

سمنګانو کې ۲۶ نوي مخابراتي سايټونه جوړيږي

جمعه ۲۶ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۶
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حیات حقاني شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې سمنګان ولایت ته تللی او په دغه ولایت کې د هغو سیمو لپاره چې تر دې وړاندې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې، د ۲۶ مخابراتي سایټونو د جوړېدو خبر ورکړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مخابراتو سرپرست وزیر یاد ولایت ته د سفر په مهال د مخابراتي شبکو مسوولینو ته د لارښوونې له مخې ویلي، چې یاد سایټونه باید له درېیو میاشتو په کمه موده کې نصب او فعال شي.

یاد وزارت وايي، د یادو سایټونو له جوړېدو سره به د سمنګان ولایت لرو پرتو سیمو سربېره د سمنګان پلخمري او سمنګان حیرتان مسیرونه هم له مخابراتي خدمتونو سره وصل شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي