۰

متقي: د افغانستان بهرنی سیاست متوازن او اقتصادمحوره دی

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۴۲
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د تهران د خبرو اترو فورم ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت متوازن، اقتصادمحور سیاست پرمخ وړي، چې ګاونډیو هېوادونو ته پکې ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.
متقي: د افغانستان بهرنی سیاست متوازن او اقتصادمحوره دی
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د تهران د خبرو اترو فورم ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت متوازن، اقتصادمحور سیاست پرمخ وړي، چې ګاونډیو هېوادونو ته پکې ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې هغه زیاته کړې، د افغانستان امنیت نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې، ګاونډیو او نړۍوالو په ګټه دی. متقي څرګنده کړې، چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د متوازن سیاست نشتوالي له امله د نړۍوالو سیالیو قرباني شوی دی.

د متقي په وینا، اوسنی حکومت د یوه هېواد د مخالفت یا دوستۍ لپاره د بل هېواد پر وړاندې دریځ نه نیسي او له ټولو سره د متوازنو اړیکو پالنه کوي.

هغه د هلمند د اوبو تړون په اړه ویلي، چې سرپرست حکومت له ایران سره د دغه تړون ژمن دی، او که کوم رسمي تړون هم نه وي، د انساني او ګاونډیتوب د اصولو له مخې، ایران ته اوبه پرېږدي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي