۰

د هند د بشري مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۱
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌‌شویو زرګونو کډوالو کورنیو ته یې د هند د بشري مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د هند د بشري مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌‌شویو زرګونو کډوالو کورنیو ته یې د هند د بشري مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبر پاڼه کې یاد وزارت له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د مرستو ستاینه کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي، چې د هند له‌خوا مرستې به په شفاف ډول پنځه زره کډوالو کورنیو ته ووېشي.

په دغه بشري مرستو کې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي.

ورته مهال، د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د خلکو د بشري مرستو ستاینه کړې او له نورو مرستندویه بنسټونو نه یې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د کډوالو وزارت دغه راز ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د راستانه‌شویو کډوالو لپاره یې د استوګنې ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي