۰

د طالبانو د کانونو سرپرست وزیر ایران ته لاړ

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۱۱
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.
د طالبانو د کانونو سرپرست وزیر ایران ته لاړ
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د دوشنبې په ورځ (د غوايي ۲۹ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت مشر ملا هدایت الله بدري د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.

طالبانو ویلي چې بدري به د دې سفر په جریان کې د کانونو د متخصصینو او څېړونکو په دویمه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي او همدارنګه به د مختلفو شرکتونو له استازو او پانګوالو سره وګوري.

په کابل کې د ایران د سفارت چارواکو هم د ادارې په X پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري ایران ته تللی ترڅو د کانونو په کنفرانس کې ګډون وکړي او د اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د ډلې یو بل پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان مطفي کوي، په تهران کې شتون لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي