۰

په تېرو ۴۰ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۷۸ زره افغانان هېواد ته راغلي

سی شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۱۵
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۷۸ زره افغانان ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
په تېرو ۴۰ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۷۸ زره افغانان هېواد ته راغلي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۷۸ زره افغانان ایستل شوي او  افغانستان ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې ادارې د شمېرو له مخې، له دې ډلې څه باندې ۱۲۰زره د تورخم له لارې او څه باندې ۵۱ زره هم د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ویاند مرستیال فرامرز برزین په دې هکله وايي:«د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې نېټې څه باندې ۱۲۰ زره او ۶۰۰ کسان د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي، او همداراز څه باندې ۵۱ زره او ۱۰۰ تنه د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.»

بلخوا هېواد ته راستانه شوي افغانان د راستنېدو په بهیر کې له جدي ستونزو شکایت کوي. دوی وايي، نورو مرستو، د کاري فرصتونو برابرېدو، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو لاسرسي ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي