د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مرستیال اندریکا راتوټه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال او د کډوالو نړیوال سازمان له مشرۍ اغلې میهیونګ پارک سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې د یوناما استازي ویلي، چې له ایران او پاکستانه تر یو میلیونه زیات افغانان راستانه شوي او نړۍوالو ادارو له دغو راستانه شویو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه کړې.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلام کلا بندر کې یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او د هغوی د ستونزو حل ته ژمن دي.
جمهورخبري آژانس