په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۱۲ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۱۲ زره ۳۹۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په یاد توکو کې ۴ زره او ۸۸۹ ټنه توکي صادر شوي.
دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس