په خوست ولایت کې ځايي طالبانو ویلي چې په دې ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله څلور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت د طالبانو د والي ویاند د دوشنبې په سهار (د چنګاښ ۹ مه) وویل چې په خوست کې د یوه کور د چت د غورځېدو له امله یوه ۶۴ کلنه ښځه مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
هغه وويل چې دا پېښه پرون ماسپښين د خوست ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په ايسار کلي کې رامنځته شوه.
د طالبانو په وینا، په دې ولایت کې د سختو بارانونو او طوفانونو له امله د دې کور چت راپرېوتی دی.
جمهورخبري آژانس