۰

د طالبانو د مرکزي بانک مشر مراکش ته لاړ

دوشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۵۴
د طالبانو مرکزي بانک اعلان کړی چې د بانک مشر د اسلامي مالي خدماتو په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ مراکش ته سفر کړی دی.
د طالبانو د مرکزي بانک مشر مراکش ته لاړ
د طالبانو مرکزي بانک اعلان کړی چې د بانک مشر د اسلامي مالي خدماتو په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ مراکش ته سفر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو مرکزي بانک تېره شپه ناوخته (د چنګاښ ۸ مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د بانک مشر نور احمد آغا د اسلامي مالي خدماتو په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ مراکش ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې ده چې دا نړیوال کنفرانس د روان کال د جولای په لومړۍ اونۍ کې د مراکش په پلازمېنه رباط کې ترسره شي.

د دې غونډې اصلي تمرکز به په مهمو مسلو وي لکه اسلامي مالي سکتور، د بانکدارۍ شفافیت، مالي ثبات، او د نړیوالې همکارۍ پراخول.

په دې کنفرانس کې به د اسلامي هیوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړ پوړي استازي راټول شي ترڅو د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې خپلې ارزښتناکې تجربې شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي