د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د ځینو وزارتونو یو ګډ اووه کسیز پلاوی د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په درېیمه ناسته او د خصوصي سکټور تخنیکي کمېټې په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه؛ په دوه ورځني رسمي سفر قطر ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې په خبره په یاد پلاوي کې د عامې روغتیا وزارت په نشهیي توکو د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس حافظ انعام الله عمار، د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو استازي شامل دي.
ویل شوي چې په یادو ناستو کې د نشهیي توکو پر وړانډې د مبارزې ګډ پلاوی به د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د نشهیي توکو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د ګډو هڅو او د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس