د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) مشر، تاجالدین اوېله ویلي، چې د روان کال د جون په میاشت کې له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې له ۱۶۰ زرو زیات افغان وګړي هېواد ته راستانه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د مخې نوموړي ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د راستنېدونکو کسانو شمېر په ورځنۍ توګه شاوخوا ۲۰ زرو ته رسېدلی.
د هغه په خبره، د راستنېدونکو کسانو شاوخوا څلورمه برخه ماشومان دي، چې له هغوی څخه تر پنځه زرو زیات یې بېسرپرسته دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یونیسف د اسلامکلا په سرحدي سیمه کې د روغتیا، خوړو، پاکو اوبو، او حفظالصحې اړوند بېړني خدمتونه وړاندې کوي.
جمهورخبري آژانس