په داسې حال کې چې د پاکستان او ایران له خوا د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه ورو ورو پای ته نږدې کېږي؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له کوربه هېوادونو غواړي، چې د جبري را اېستل کېدو مخه ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال طلوع نیوز ویلي، چې له کوربه هېوادونو سره په دې اړه خبرې روانې دي.
جمال زیاته کړې موږ له پاکستان او ایران سره په خبرو بوخت یو، چې کډوال په زور ونه باسي. هیله لرو چې دا هېوادونه خبرو ته حاضر شي، او راستنېدل په ډېر کنټرول، داوطلبانه او بااحترامه ډول ترسره شي.
خو په وینا یې له دې سره سره باید تل چمتو واوسو. زموږ ډلې او امکانات له ۲۰۲۳م کال راهیسې د سرحدونو پر کرښه شته، او له نورو ملګرو سره یو ځای، چمتو یو چې کار وکړو. خو ستونزه دا ده چې موږ بودیجه نه لرو. موږ مجبوره شوي یو چې د مرستو کچه راکمه کړو،
د هغه په وینا دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې ملاتړ ترې وکړي، ځکه زموږ مرستې لا هم کمېږي او هر څومره چې شمېر زیات شي، مرستې به مو لږ شي.
جمهورخبري آژانس