د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند اعلان وکړ چې دې ډلې د نما رسانه کلتوري او هنري انسټیټیوټ دوه کارکوونکي د خلکو د عیسویت او الحاد ته د بللو په تور نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن، سې شنبه (د چنګاښ ۱۰مه) وویل چې د دې ډلې اجنټانو د نمرسنا کلتوري او هنري انسټیټیوټ دوه کارکوونکي د خلکو د عیسویت او الحاد ته د بللو په تور نیولي دي.
هغه وویل چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د دوی د اعتراف ویډیو به ډیر ژر خپره شي.
جمهورخبري آژانس