د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) اعلان وکړ چې د فلسطین د ملي حقونو بشپړ تحقق او د بیت المقدس پلازمینه سره د یو خپلواک فلسطیني دولت د تاسیس پورې به خپل وسله وال مقاومت ته دوام ورکړي.
د جمهور خبري اژانس د خبر له مخې، حماس تیره ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې ټینګار یې وکړ چې دوی به خپلې وسلې یوازې هغه وخت کېږدي کله چې د فلسطین د خلکو اصلي غوښتنې، په ځانګړې توګه د بشپړ حاکمیت او بیت المقدس د پلازمینې په توګه د یو خپلواک دولت د جوړولو غوښتنه پوره شي.
دا اعلامیه د یو شمیر عربي هیوادونو د غوښتنو په ځواب کې خپره شوه چې له حماس څخه یې غوښتي دي چې
خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د غزې تړانګې اداره ملکي ادارو ته وسپاري.
په اعلامیه کې راغلي دي: "وسله وال مقاومت د فلسطین د خلکو مشروع حق دی چې له ځانه دفاع وکړي او خپل محروم شوي حقونه بیرته ترلاسه کړي. موږ به خپلې مبارزې ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو تر څو چې د صهیونیسټانو اشغال پای ته ونه رسیږي او خپلواک فلسطیني دولت جوړ نشي."
حماس همدارنګه له عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د فلسطیني مقاومت د فشارولو پر ځای پر صهیونیسټ رژیم فشار راوړي چې د فلسطین د حقونو اشغال او سرغړونې پای ته ورسوي.
غورځنګ ټینګار کړی چې هر ډول خبرې اترې یا تړون باید د فلسطینیانو د بشپړو حقونو د تحقق پر بنسټ وي، په شمول د کډوالو د بیرته راستنیدو حق او د بیت المقدس آزادول.
د حماس دا دریځ په داسې وخت کې راځي چې د غزې تړانګه د صهیونیسټ رژیم لخوا تر سخت محاصرې لاندې ده او په سیمه کې بشري بحران د خوړو، درملو او سونګ توکو د کمښت له امله شدت موندلی دی.
ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په وار وار په غزه کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس