۰

ګویترش: افغانستان تر بل هر وخت زیات نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري

یکشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۰۵
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش وايي، افغانستان د فقر، پراخې بې ځایه کیدنې، زلزلې او اقلیمي شاکونو په څیر لویو ننګونو سره مخ دی او تر بل هر وخت ډیر نړیوال ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.
ګویترش: افغانستان تر بل هر وخت زیات نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش وايي، افغانستان د فقر، پراخې بې ځایه کیدنې، زلزلې او اقلیمي شاکونو په څیر لویو ننګونو سره مخ دی او تر بل هر وخت ډیر نړیوال ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش په قزاقستان کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیایي اهدافو مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان په اوسني ستونزمن وضعیت ټینګار وکړ.

هغه وویل چې د دې هیواد خلک د پراخې بې وزلۍ، داخلي او بهرني بې ځایه کیدنې، طبیعي پیښو لکه زلزلې او د اقلیم د بدلون منفي اغیزو په ګډون له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي.

ګویترش په خپله وینا کې زیاته کړه: "افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او د دې ننګونو د له منځه وړلو لپاره نړیواله او سیمه ایزه همکاري تر بل هر وخت ډیره اړینه ده."

هغه دا هم یادونه وکړه چې د دوامداره پراختیایي اهدافو نوی تاسیس شوی مرکز، د سیمه ایزو شریکانو او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ، به په افغانستان کې د دوامداره پراختیا د لارې په ملاتړ کې مهم رول ولوبوي.

دا مرکز چې په قزاقستان کې جوړ شوی، به د منځنۍ اسیا په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي اهدافو د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله څرګنده کړه چې دا نوښت کولی شي د افغانانو د ژوند شرایطو ښه کولو او په هیواد کې د پراختیایي زیربنا پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي