۰

د طالب جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ نښته وشوه

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۱۵
د کونړ ولایت سیمه ییزو سرچینو تایید کړه چې طالب جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ساتونکو بیا نښته کړې ده.
د طالب جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ نښته وشوه
د کونړ ولایت سیمه ییزو سرچینو تایید کړه چې طالب جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ساتونکو بیا نښته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا نښته پرون ماښام (د وږي ۱۷ مه) د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سیمه کې وشوه او طالبانو هم له همدې لوري د پاکستاني ځواکونو پر پوستو ډزې وکړې.

د دواړو خواوو د احتمالي مرګ ژوبلې یا زیان په اړه تر اوسه جزئیات نشته.

دا نښته شاوخوا ۸:۰۰ بجې پیل شوه او لاهم په وقفه يي ډول دوام لري.

د نښتې دقیق لامل لا تر اوسه نه دی روښانه شوی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي