۰
حامد کرزی:

احمد شاه مسعود د افغانستان د آزادۍ لپاره مبارزه  او جهاد وکړ

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۲۷
د هیواد پخوانی ولسمشر وايي، احمد شاه مسعود د افغانستان د آزادۍ لپاره په ثابت قدمۍ او استقامت سره مبارزه او جهاد  وکړ.
احمد شاه مسعود د افغانستان د آزادۍ لپاره مبارزه  او جهاد وکړ
د هیواد پخوانی ولسمشر وايي، احمد شاه مسعود د افغانستان د آزادۍ لپاره په ثابت قدمۍ او استقامت سره مبارزه او جهاد  وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي اتل د شهادت د ۲۴ کلیزې په مناسبت، حامد کرزي نن، سې شنبې (د وږي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: زه د هیواد د مجاهد او اتل زوی شهید احمد شاه مسعود او د هیواد د ټولو ګرانو شهیدانو یاد ته درناوی کوم او د دوی د ټولو روحونو د آرامۍ لپاره دعا کوم.

هغه زیاته کړه: هغه څه چې احمد شاه مسعود تلپاتې او د درناوي وړ ګرځوي د هغه جهاد، وطن پالنه او د خلکو په منځ کې دوامداره شتون دی.

هغه د افغانستان د آزادۍ لپاره په ثابت قدمۍ او استقامت سره مبارزه وکړه او جهاد یې وکړ او تل د خلکو په منځ کې پاتې شو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي