۰

کرکټ: افغان ملي لوبډلې د آسیا جام په بري سره پيل کړ

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۲۲:۴۳
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو لړۍ هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره په بري سره پیل کړ.
کرکټ: افغان ملي لوبډلې د آسیا جام په بري سره پيل کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو لړۍ هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره په بري سره پیل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د آسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ نن سه شنبې د (وږي ۱۸ مه) په متحده عربي اماراتو کې پیل شو، چې لومړۍ لوبه یې د افغانستان او هانګ کانګ تر منځ وه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۸۹ منډې هدف ورکړ.

صدیق اتل ۷۳، عظمت الله عمرزي ۵۲، محمد نبي ۳۳ او ګربز ۸ مندې وکړې.

د هانګ کانګ توپ وهنه له سره ښه نه وه، پرلپسې یې لوبغاړي وسوځېدل او ۲۰ اورنو کې یې د ۹ ویکټو په لاسه ورکولو سره یوازې ۹۴ مندې وکړې او دغه لوبه یې د ۹۵ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.

فضل الحق فاروقي ۲، ګلبدین نایب، ۲، راشد خان، نور احمد او عظمت الله عمرزي یو یو هانګ کانګي لوبغاړی وسوځاوه.

د یادونې ده، چې په دغه جام کې سبا لوبه د هند او متحده عربي اماراتو تر منځ د افغانستان پر وخت ۷:۳۰ دقیقې پیلېږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي