۰
رمضان قدیروف:

امریکا او غربیانو په افغانستان کې مصنوعي جګړه روانه کړې ده

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۰
د چیچین ولسمشر رمضان قدیروف وایي امریکا او غربي هېوادونو په مصنوعي توګه په افغانستان کې دا څو لسېزې جګړه روانه کړې ده.
امریکا او غربیانو په افغانستان کې مصنوعي جګړه روانه کړې ده
د چیچین ولسمشر رمضان قدیروف وایي امریکا او غربي هېوادونو په مصنوعي توګه په افغانستان کې دا څو لسېزې جګړه روانه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قدیروف  زیاته کړې، چې امریکايي او غربي ځواکونه دا یوه نیمه لسیزه کېږي، په افغانستان کې پراته دي خو د دغه هېواد بحران یې حل نه شوی کړی.

ښاغلي قدیروف د کابل د وړمې شپې برید ته چې په کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه و وژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول په اشارې ویلي، د امریکايي ځواکونو مسوولیت و، چې په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ کړي.

د چیچین ولسمشر قدیروف په وینا زرګونه بهرني ځواکونه په افغانستان کې موجود دي خو د وروان بحران د له منځه وړولو لپاره هېڅ هم نه کوي.

نوموړي ویليو چې امریکا او متحدین یې لسیزې کېږي چې د خونړیو نښتو له دوام سره مرسته کوي نو ځکه په افغانستان کې هم روانه خونړۍ جګړه پای نه لري.

د چیچین ولسمشر قدیروف ټینګار کړي او ویلي یې دي له دې ښکاري، چې امریکا او غربي هېوادونو په افغانستان کې په مصنوعي توګه روان وضعیت رامنځ ته کړی دی او غواړي اسلامي نړۍ له پښو وغورځوي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي