۰

قزاقستان له طالبانو سره د پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په برخو کې همکاري کوي

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۴
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې قزاقستان له دغې ډلې سره د برېښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په برخو کې همکاري کوي.
قزاقستان له طالبانو سره د پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په برخو کې همکاري کوي
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې قزاقستان له دغې ډلې سره د برېښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په برخو کې همکاري کوي.

طالبانو نن پنشنبې سهار (د ثور ۶) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سیریک زومنګارین سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اورګاډي د شبکې د غځولو په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، ترانزيټي او ترانزيټي لارو چارو خبرې وکړې.

د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال وویل چې د طالبانو د امارت په جوړیدو سره د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه برابره شوه.

ملا برادر زیاته کړه: افغانستان په دې وروستیو کې له اشغال او جګړې څخه ژغورل شوی او د پرمختګ په لور یې لومړني ګامونه اخیستي او د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره یې پراخ بنسټونه جوړ کړي دي. خو د کرنې، روغتیا، زیربناوو او ځینو نورو برخو کې ځینې ستونزې شته چې په دې برخو کې د قزاقستان همکارۍ او ګډ کار ته اړتیا لري.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک زومنګارین ویلي، دوی له طالبانو سره په ګډه د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره کار کوي.

نوموړي دغه راز د ټرانس افغان پروژې په برخه کې د پرمختګ هرکلی وکړ او ويې ويل، که د اورګاډي نوې شبکه له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته وغځول شي، د نورو پروژو په پرتله به لنډه او اقتصادي وي او د منځنۍ اسيا هېوادونه به له افغانستان سره ونښلوي. د افغانستان له لارې جنوبي اسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ممکن شي.

هغه وویل، د قزاقستان حکومت غواړي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او کارګرانو ګډه ډله جوړه کړي.

جمنګرین زیاته کړه، چې له طالبانو سره د الکترونیکي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي