۰

یوازې د بلخ والي نه بلکې د افغانستان ټول خلک له حکومت سره ستونزه لري

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۴
د افغانستان ستونزه یوازې د بلخ له والي سره د مرکزي حکومت ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان ټول خلک له حکومت سره مشکل لري، اما د بلخ والي د حکومت پر وړاندې د درېدوونکو سرلاری دی، چې د ستاینې وړ یې بولم.
یوازې د بلخ والي نه بلکې د افغانستان ټول خلک له حکومت سره ستونزه لري
د افغانستان ستونزه یوازې د بلخ له والي سره د مرکزي حکومت ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان ټول خلک له حکومت سره مشکل لري، اما د بلخ والي د حکومت پر وړاندې د درېدوونکو سرلاری دی، چې د ستاینې وړ یې بولم.

دا د احمد شاه مسعود بنسټ د مشر احمد ولي مسعود خبرې دي، چې نن دوشنبې د (سلواغې ۲مه) یې په مزارشریف ښار کې د بلخ د والي عطامحمد نور په پلوی یوې خونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسعود په دې غونډه کې و ویل، چې د افغانستان خلک په سختو حالاتو کې دي او هېواد په بېلا بېلو برخو کې بن بست ته رسېدلی دی.

هغه و وویل«ستونزه یوازې د بلخ د والي نه ده، بلکې د افغانستان ټول خلک له حکومت سره مشکل لري، له کندهار، مرکزي سیمو، بلخ، هرات، پنجشیر او کابل څخه خلک په یوه غږ له حکومت سره ستونزه لري او دا غږ اوس په یوه ملي غږ بدل شوی دی.»

هغه تور پورې کړ چې د بلخ د ستونزې عامل حکومت دی او دغه ستونزې اوس د ټول هېواد لمن رانغاړلې چې په نېغه له دولتي دستګاه او په دولت کې له ناستو کسانو سره اړیکه لري.

نوموړي د حکومت او جمعیت حزب تر منځ خبرو ته په اشارې و ویل، چې په اوس وخت کې د جمعیت یو پلاوی له حکومت سره په خبرو بوخت دی او هڅه کوي، چې دغه ستونزې ته د حل لار ومومي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه
هغه و وویل«ستونزه یوازې د بلخ د والي نه ده، بلکې د افغانستان ټول خلک له حکومت سره مشکل لري، له کندهار، مرکزي سیمو، بلخ، هرات، پنجشیر او کابل څخه خلک په یوه غږ له حکومت سره ستونزه لري او دا غږ اوس په یوه ملي غږ بدل شوی دی.»
ستونزه باید د جمعیت د غوښتنو او د ملي یووالي د حکومت د اساسي توافق لیک سره سم حل شي خو په وینا یې دا چې ولې تر اوسه حکومت دغه ستونزه نه ده حل کړې د پوښتنې وړ ده.

احمد ولي مسعود و ویل، چې یاده ستونزه په فرمان، زور، له سفارتونو سره په اړیکو او له نړیوالو همکارانو څخه د ناسمې ديپلوماسۍ په ګټنې نه حل کېږي او که له دې لارې حل هم شي اوږدمهاله به نه وي.

ده زیاته کړه، چې حکومت د تېر ایستلو پالیسي غوره کړې او خپل قانوني مشروعیت یې له لاسه ورکړی، چې ورسره سم د اساسي قانون او د ملي یووالي د حکومت توافق لیک هم په تعلیق حالت کې راغلي دي او څوک نه شي کولای دا ادعا وکړي، چې له اساسي قانون سره سم کار کوي.

د مسعود د بنسټ مشر و ویل حکومت د دې پر ځای چې د خپل مشروعیت قانون تشه ډکه کړي، د حذفولو، تبعیض او بیلتون په سیاست غوره کولو سره یې روانې ستونزې نورې هم ژورې کړې دي.

ده و ویل«د ملي یووالي حکومت دوره ۴ کلنه ده، نه ۵ کلنه، بنآ د دغه حکومت دوره د پنځم کال د جواز په میاشت کې پای ته رسېږي، ینې د اوسني حکومت وخت ۸ میاشتې پاتې دی او نور یې وخت خلاص شوی، اما حکومت کړې سیاسي توافق نامه شاته کړې او عمل پرې نه کوي، نو څرنګه داډه شو، چې شفافې ټاکنې به ولرو.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د ستونزو حل په دې کې دی تر څو یو داسې سیستم رامنځ ته کړای چې ټول په خپل منځ کې ژوند وکړای شي او هم له نننۍ نړۍ سره.

ده و ویل که چېرته غواړو چې یو قوي مرکزي حکومت ولرو باید چې د مرکزي حکومت قوت له ولایتونو څخه اعمال شي نه دا چې له مرکز څخه ولایتونه اعمالېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې خپله عطا محمد نور هم پر دې خبره ټینګار کړی، چې د ده او حکومت تر منځ ستونزه پرته له تفاهم او خبرو اترو بله لار نه لري.

جمهور خبري آژانس: عبدالله امیني
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي