۰

امریکا د لومړي ځل پاره (A-10 Thunderbolt) جټ الوتکې افغانستان ته لېږلې

چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
امریکايي رسنۍ وايي، متحده ایالتونو د داعش تر ځپلو وروسته اوس په افغانستان کې جګړې ته زور ورکوي او د دې کار له پاره یې د لومړی ځل له پاره (A-10 Thunderbolt) جټ الوتکې افغانستان ته لېږلې دي.
امریکا د لومړي ځل پاره (A-10 Thunderbolt) جټ الوتکې افغانستان ته لېږلې
امریکايي رسنۍ وايي، متحده ایالتونو د داعش تر ځپلو وروسته اوس په افغانستان کې جګړې ته زور ورکوي او د دې کار له پاره یې د لومړی ځل له پاره (A-10 Thunderbolt) جټ الوتکې افغانستان ته لېږلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اندپینډنټ جورنال ریفیو په خپل راپور کې ویلي، امریکا به د دغه چورلکو پر مت په جګړه کې د افغان او امریکايي ځواکونو له نېږدې ملاتړ وکړي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې امریکا نور د پخوا په شان په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړې ته لومړیتوب نه ورکوي، بلکې په افغانستان کې به د وسله والو پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړي.

په ورته وخت کې فکس نیوز هم ویلي، چې د متحدو ایالتونو هوايي ځواک (12 A-10) جټ الوتکې، (MQ-9 Reaper drones) بې پېلوټه الوتکې او (HH-60G) هیلي کوپترونه د کندهار هوايي ډګر ته استوي.

د فکس نیوز پر اساس له HH-60G څرخکو څخه به د امریکا خاص هوايي ځواک د کشف او ژغورنې په عملیاتو کې کار واخلي.

فکس نیوز وايي، امریکايي الوتکو په ۲۰۱۷ کې، چې ټرمپ واک ته ورسېد، تر ۲۰۱۲ هم زیات بمونه غورځولي دي، حال دا چې په ۲۰۱۲ م کال په افغانستان کې نژدې یو لک امریکايي پوځیان مېشت ول.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي