چارواکي وايي، د غزني ولایت په قرباغي سیمه کې د یوې امنیتي پېښې پر مهال ۹ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ په یاده سیمه کې رامنځ ته شوې، چې حکومت یې د طالبانو او طالبان یې د حکومت کار بولي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال شعور ګل د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی هاوان په قرباغي سیمه کې په یوه جومات لګېدلی، چې له امله یې شپږ ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د غزني په منګور، قرباغي، شهباز او سپندې سیمو کې د ضرب اهنین تر نوم لاندې د افغان ځواکونو عملیات هم پیل شوي، چې تر اوسه په کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
د غزني د ولایتي روغتون رییس ډاکتر باز محمد همت هم وايي د پېښې له ځایه دوی ته شپږ جسدونه او درې ټپیان و ورل شوي دي.
د غزني ولایتي شورا او دغه راز دفاع وزارت هم ویلي، چې هاوان د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی او شپږ ماشومان په کې وژل شوي دي.
خو طالبانو بیا ویلي،افغان ځواکونو په یاده سیمه کې بمبار کړی، چې له امله یې ۷ ماشومان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي، خو افغان چارواکي د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
جمهورخبري آژانس:غزني