د هلمند ولایت چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو دوه زندانونه ماته او ۸۰ زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات تېره ورځ د (سلواغې ۶مه) د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا تر سره شوي.
سرچینې ویلي، ملي امنیت ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې پر مهال یې د طالبانو له دوه زندانونو ۸۰ زندانیان راخوشي کړي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو څو زندانونه د افغان ځواکونو له خوا مات او زندانیان ترې راخوشي کړای شوي دي.
بل خوا په خبرپانه کې دا هم ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د نشه يی توکو یوه کار خانه له منځه وړل شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د دغه فابریکې څخه ۷۷۲ کیلو ګرامه لاسته راغلي تاریاک او ۵۱۵ کیلو ګرامه هیروئين وسوځول شول.
جمهورخبري آژانس:هلمند