۰
نریندرا مودي ولسمشر غني ته!

زموږ او تاسو په ګاونډ کې د ترهګرو مرکزونه او ځالې دي

چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۸
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته تلېفون کړی او په کابل کې پر وروستیو خونړیو بریدونو ژوره خواشني څرګنده کړې ده.
زموږ او تاسو په ګاونډ کې د ترهګرو مرکزونه او ځالې دي
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته تلېفون کړی او په کابل کې پر وروستیو خونړیو بریدونو ژوره خواشني څرګنده کړې ده.

ښاغلي مودي په دې تلېفوني اړیکه کې ولسمشر غني ته ویلي« زموږ او ستاسو په ګاونډ کې د تروریستانو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه دي چې د دغه وړ بریدونو لپاره تمویل او تجهیز کېږي.»

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ولسمشر ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي مودي نن چهارشنبې د سلواغې ۱۱ مه له غرمې ووروسته ولسمشر غني سره تلېفوني اړیکه ونیوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي مودي د ټیلیفوني تماس له لارې د کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې په وروستیو تروریستي بریدونو
ښاغلي مودي په دې تلېفوني اړیکه کې ولسمشر غني ته ویلي« زموږ او ستاسو په ګاونډ کې د تروریستانو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه دي چې د دغه وړ بریدونو لپاره تمویل او تجهیز کېږي.»
کې د یو شمېر هېوادوالو پر وژل کېدو د هند د خلکو او حکومت په استازیتوب د افغانستان خلکو او حکومت سره خواشیني څرګنده کړه او دغه ترهګریز بریدونه یې په سختو ټکو وغندل.

د هندي لومړي وزیر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره باید هند او افغانستان خبرې وکړي او په دې برخه کې لا جدي مبارزې ته ادامه ورکړي.

ښاغلي مودي زیاته کړې، چې هېواد یې د ټپیانو د درملنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او هند تل د ښه ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دی.

باید و ویل شي، نریندرا مودي له ولسمشر غني سره پر داسې مهال خبرې کړې، چې سرچینې وايي، ولسمشر غني د کابل د وروستیو بریدونو په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي تلېفوني اړیکه رد کړې او د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس یې د دغه بریدونو په تړاو له کره اسنادو او لاسوندونو سره اسلام آباد ته لېږلي تر څو له پاکستانه د هغه کسانو د ورسپارلو غوښتنه وکړي، چې په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي